حزب الله

IQNA

بچوې
ایکنا- ایکنا- د امریکائي صهیونیسټي  او عربستان د سترې دسیسې په دوام کې دکلابندئ  د ماتولو او د یرغل  پای ته د رسولو لپاره  یمن والو  پراخ لاریونونه وکړل.
د خبر لمبر: 3493039   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

سردار محسن رضایی!
ایکنا-  د اسلامی انقلاب  د سپاه پاسداران پخواني قوماندان خبرداری ورکړ چې که امریکا په راتلونکو شپو ورځو کې جنګ دوامداره وساتي، نو ایران به د متقابل ځواب له پړاوه یرغلیز  پړاو ته  وارد شي او اعلان به وکړي چې  هم د مذاکراتو  او  هم د جنګ   د دواړو شرایط پای ته رسېدلي دي.
د خبر لمبر: 3493038   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

ایکنا- د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ  د سیاسي دفتر غړي د معظم رهبر امام خامنه اي د شهادت د عاشورا له پېښې سره په پرتله کولو سره وویل؛ لکه څنګه چې امام حسین(ع) د خپل  شهادت له لارې هغو لاسته راوړنو ته ورسېد چې د ژوند په مهال ئې د تحقق امکان نه ؤ، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر شهادت هم د مقاومت جبهه لا پیاوړې کړه او د ایران د ملت یووالی ئې نور هم ټینګ کړ.
د خبر لمبر: 3493006   خپرونې تاریخ : 2026/07/08

له څو ورځو راهیسې د ایران د تهران  ښار فضا بدله شوې ده. داسې ښکاري چې تهران د تل په پرتله په ډېرآرامښت کې ساه اخلي،البته  له دروند غم سره، د خپل اتل او شجاع شهید رهبر له پاک جسد سره د خداي په آمانئ شیبې په رارسیدا  دي. 
د خبر لمبر: 3492991   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا- خبرو سرچینو  ورکړی چې د صهیونیستي رژیم هغه طرحه، چې د غزې د خلکو د ایستلو لپاره ئې د «خپلې خوښې مهاجرت» نوم کاراوه، د بېلابېلو هېوادونو له هرکلي سره نه ده مخ شوې، او همدغه وحشي  رژیم اړ شوی چې د خپلې طرحې نوم بدل کړي.
د خبر لمبر: 3492972   خپرونې تاریخ : 2026/06/30

ایکنا- د لبنان د پلازمېنې بیروت په سوېلي سیمې کې د شهید سید حسن نصرالله پر مزار د حسیني عاشورا د ویر  او ماتم مراسم پیل شول.
د خبر لمبر: 3492957   خپرونې تاریخ : 2026/06/27

ایکنا- میرمن حورا یاسین باور لري چې مونږ ټول تر هر څه وړاندې د کربلا له مکتب سره تړاو لرو؛ یو داسې مکتب چې مونږ ته ئې قدرت ، عقیده، یقین، ایمان، صبر او زغم راکړی دی. د لبنان سرښندونکې کورنۍ  اوس د کربلا د درسونو ژوندۍ بېلګې دي؛ ځکه چې دوی خپل ځانونه، مالونه او اولادونه قرباني کړي دي. همدا د ایمان قدرت  دی چې مونږ ته ئې د مصیبتونو پر وړاندې د صبر توان راکړی، څو د خدای تعالی په مرسته او امید سره د مقاومت میراث ژوندی وساتو.
د خبر لمبر: 3492949   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا -  د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو بهیرونو په ملاتړ کې د اسلام‌آباد د چارواکو  د رغنده رول ستاینه وکړه او له  پاکستان سره ئې د هر اړخیزو ملګرتیاؤ د پراخولو لپاره د تهران پر هوډ ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492938   خپرونې تاریخ : 2026/06/21

ایکنا- د لبنان حزب‌الله له کلونو راهیسې ځان د یوې اوږدمهاله جنګ لپاره چمتو کړی دی. د لبنان په جنوب کې دسرنګونو کندل  او تر ځمکې لاندې پناهځایونو پراخ او پېچلی چینل جوړ  شوې چې د ځواکونو او د توغندیو د ویشتلو ځایونو موندل او په نښه کول د هر پوځ لپاره، حتی که بشپړ هوائي برلاسی هم ولري، ډېر ستونزمن کوي.
د خبر لمبر: 3492936   خپرونې تاریخ : 2026/06/21

ایکنا- د محرم الحرام د غم او وير د مراسمو او د عاشورا د غمیزې  د يادونې لپاره، د لبنان د بعلبک ښار په مسجد رأس الحسین (ع) کې د ماتم تور  بيرغونه پورته شول.
د خبر لمبر: 3492921   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا – بالاخره د اسرائیلي رژیم او ایران ترمینځ د جنګ نوی پړاؤ ، چې د دغه رژیم له خوا پر لبنان د پرله‌پسې بریدونو په نتیجې کې رامینځته شوی، د یکشنبې په ورځ پیل پيل او پاي ته ورسید . که څه هم ددغه ډغره لنډمهاله وه، خو مهم پیغامونه ئې له ځان سره لرل.
د خبر لمبر: 3492882   خپرونې تاریخ : 2026/06/09

ایکنا-  په هغه  سیاسی سند کې چې جنجال ئې راپورته کړی دی، د انګلستان د مسلمانو افسرانو ټولنې د اسرائيلو جنایتکار رژيم یو ترهه ګر رژیم وباله.
د خبر لمبر: 3492880   خپرونې تاریخ : 2026/06/08

ایکنا- د اسلامي انقلاب  سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو دفتر  په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د نیواکي فلسطین  رامات ډیویډ هوايي  ډګر ئې د بالسټیک توغندیو  په شیشت کې راوستی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.
د خبر لمبر: 3492877   خپرونې تاریخ : 2026/06/08

ایکنا- د صهیونیستي رژیم یوې رسنۍ د حزب‌الله د بې‌پېلوټه الوتکو له امله د صهیونیستانو د وېرې په یادولو سره، دا حالت «پراخېدونکې خپسکه  بللی او لیکلي ئې دي چې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یو ه  ستړي او کمزوري ګوډ مرغاوي په څېر ښکاري.
د خبر لمبر: 3492837   خپرونې تاریخ : 2026/05/28

ایکنا-  دفلسطین د اسلامی مقاومتی غورځڼګ حماس مشرانو  ویلي چې اروپا ته د نتانیاهو د کابینې د یوه وزیر په واریدیدا بندیز د صهیونیسټي رژیم د نړیوالې انزوا د زیاتېدو څرګندونه کوي.
د خبر لمبر: 3492822   خپرونې تاریخ : 2026/05/25

اسلامی جهاد!
ایکنا- د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي محمد الحاج موسی  په الاقصی جومات د صهیونیسټانو دتیریو او د ؛بیرغ  لاریون؛ باندې په غبرګون کې دغه اقدامت په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3492779   خپرونې تاریخ : 2026/05/16

ایکنا- د لبنان د روغتیائي چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه هیواد د وحشي صهیونیسټي رژيم په پرونیو یرغلونو کې د شهیدانو شمیر  دوه سوه درو تنو ته ورسید  او دغه راز څه دپاسه زر کسان نور هم ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492649   خپرونې تاریخ : 2026/04/09

ایکنا - په ملګروملتو کې دایران د اسلامی  جمهوریتسفیر سعیدایراواني  د ملګروملتو سرمنشي  او د امنیت شورا پړاویز مشر ته  په جلا جلا  لیکونو  کې  دایران د اصفهان  او خوزستان  د فولادو پرتاسیساتو  د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د حملو د جنایتونه او دغه رازپه ایران د حملو لپاره ترهه ګرې امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم ته  د خپلې خاورې او فضا  په اختیار کې د ورکولو پ دلیل  د کویت،عربستان،اماراتواو قطر د حکومتونو اقدام په باب راپور وړاندې کړ او  په دې اړه ئې رسمي شکایت وکړ.
د خبر لمبر: 3492624   خپرونې تاریخ : 2026/03/31

ایکنا - زرګونو فلسطینیانو د روژې د مبارکې  میاشتې په لومړۍ شپه، د صهیونیستي رژیم له سختو امنیتي محدودیتونو سره سره، په مسجدالاقصی کې د جماعت لمونځونه ادا کړل.
د خبر لمبر: 3492482   خپرونې تاریخ : 2026/02/21

ایکنا – د یمن په صنعا کې یوې پوځي سرچینې وویل چې د انصارالله غورځنګ مبارزانو به هېڅ یوې امریکائي جنګي بېړۍ او الوتکه‌وړونکې بېړۍ ته اجازت ورنه کړي چې سره سمندر او عربي سمندر ته نږدې شي، ځکه دا بېړۍ د یمن لپاره ګواښ بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492376   خپرونې تاریخ : 2026/01/29